کابل والي د میهن سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې څخه لیدنه او مسؤلینو سره خبرې اترې وکړې.

0
112

کابل والي د میهن سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې څخه لیدنه او مسؤلینو سره خبرې اترې وکړې.

23 اګست چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد صنعتي پارکونو کې د میهن سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې څخه لیدنه وکړه.

کابل والي د لیدنې پر مهال د هېواد پر ځان بسیاینه کې د پانکوالو او تولیدي فابریکو رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د میهن سټېل فابریکې فعالیتونه وستایل.

 

شیخ محمد قاسم خالد وویل؛ د تولیدي فابریکو په فعالیت سره هېوادوالو ته کاري فرصتونه زیاتیږي او د هېواد بیا رغونه ورسره چټکه کیږي.

اړوند موضوعات

کابل والي: اسلامي امارت د یو مسول حکومت په توګه د هېواد اقتصادي او نظامي برخو ترڅنګ د علمي برخې پرمختګ ته هم ژمن دی.

 

 

کابل والي دغه راز د اوسپنې ویلې کولو فابریکو له مسولینو وغوښتل، چې د خپلو تولیداتو کیفیت ته ډیره پاملرنه وکړي او په نړیوالو معیارونو برابر اوسپنه تولید کړي.

Leave a reply