کابل والي: اسلامي امارت د یو مسول حکومت په توګه د هېواد اقتصادي او نظامي برخو ترڅنګ د علمي برخې پرمختګ ته هم ژمن دی.
10 اګست پنشنبه 2023
د افغانستان د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د جامعه ابوبکر صدیق له مدرسې څخه لیدنه وکړه.
کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د جامعه ابوبکر صدیق (رض) مدرسې څخه د لیدنې پر مهال د استادانو او زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او حل په برخه کې یې پوره ډاډ ورکړ.
د جامعه ابوبکر صدیق مدرسې موسس هم د دې دیني زده کړو مرکز اړوند خپل وړاندیزونه او ځینې ستونزې له کابل والي سره شریکې کړې او د جدي پاملرنې غوښتنه یې ترې وکړه.
کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ابوبکر صدیق مدرسې استادانو او زده کوونکو ته په وینا کې وویل؛خوښ یم، چې علماوو او زده کوونکو په مجلس کې ګډون کوم.
کابل والي همدا راز زیاته کړه، چې په نظام کې د ننه کسان ټول د دیني مدرسو او تعلیمي ځایونو ثمره ده او له همدې تعلیمي مرکزونو څخه د سپېڅلي جهاد اعلان شوی، چې له برکته یې نن هېواد بشپړه سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزه خپلواکي لري.
شیخ محمد قاسم خالد وویل؛ اسلامي امارت د یو مسول حکومت په توګه د هېواد اقتصادي او نظامي برخو ترڅنګ د علمي برخې پرمختګ ته هم ژمن دی.
اړوند موضوعات
د کابل والي د اهل تشیع فرهنګي مرکز “تبیان” له رئیس سره د دوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.
کابل والي ټینګار وکړ، چې د دیني مدرسو کیفیت ته باید ډیره پاملرنه وشي او د مدرسو مسولین مکلف دي،چې زده کوونکي په ښه معیار ورزې.










Leave a Reply