د کابل والي د اهل تشیع فرهنګي مرکز “تبیان” له رئیس سره د دوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.

0
91

د کابل والي د اهل تشیع فرهنګي مرکز “تبیان” له رئیس سره د دوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.

4 اګست جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اهل تشیع فرهنګي مرکز (تبیان) رییس یار محمد رحماني له کابل والي شیخ محمد قاسم خالد سره په کتنه کې وویل؛ موږ د افغانستان له اسلامي امارت څخه خوښ او راضي یو.

 

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل؛ د محرم په ورځو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د اهل تشیع هېوادوالو د مذهبي مراسمو بشپړ امنیت ټینګ شوی وو، چې دا اسلامي امارت او امنیتي ځواکونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه او موږ د دوی ستاینه او ترې منندویه یوو.

 

د تبیان فرهنګي مرکز رییس همدارنګه له کابل والي څخه مننه وکړه، چې د محرم په ورځو کې یې د تکیه خانو د امنیت په تامین کې یې ډېرې ستړیاوې ګاللي وې.

 

کابل والي دوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تبیان مرکز فرهنګې او ټولنیز خدمتونه یې وستایل.

 

کابل والي په خپلو خبرو کې وویل؛ د اهل تشیع علماوو او مشرانو مسولیت دی، چې د ملت د یووالي په برخه کې هڅې وکړي.

 

ښاغالي خالد زیاته کړه؛ د اسلامي امارت د مجاهدینو د جهاد او سرښندنو په پایله کې هېواد کې امنیت ټینګ شوی او اوس باید اسلامي نظام د بقا لپاره ټول افغانان یو موټی او د وحدت پیغام نړۍ ته وړاندې کړو.

اړوند موضوعات

کابل والي د اهل تشیع هېوادوالو د عالي کمیسیون له استازو سره محرم ورځو کې د دوی د مراسمو په اړه خبرې اترې کړي.

 

 

د شیخ محمد قاسم خالد دغه راز زیاته کړه، چې مسولینو او امنیتي ځواکونو د عاشورا په ورځو کې د امنیت تامین لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د هر افغان امنیت تامینول زموږ دنده ده او ورته ژمن یو.

Leave a reply