د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره میاشت اسد کې څه باندې درې سوه ۳۳ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
90

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره میاشت اسد کې څه باندې درې سوه ۳۳ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

27 اګست 2023 یکشنبه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره میاشت کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۳۳۳،۲۱۹ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه میاشت زمري “اسد” کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۳۳۳،۲۱۹) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۳۱۷۸۰۵ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۴۲۶۲۸ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۲۵۴۱۶۲ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۳۶۴۲۹ ټنه راغلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۷۱ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره میاشت ۱۵۴۱۴ ټنه صادرات او ترانزیټ هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.

Leave a reply