امنیتي پولیسو ۶۳ تنه معتادین له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي او څو تنه یې د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

0
183

امنیتي پولیسو ۶۳ تنه معتادین له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي او څو تنه یې د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

14 اکتوبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د بغلان نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو ۶۳ تنه په نشو روږي کسان، چې پخوا يې د ياد ولايت له بېلابېلو برخو راټول کړي وو، له بستر او درملنې وروسته کورنيو ته وسپارل.

 

نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د يادو توکو خرڅلاو په تړاو ۱۱ تنه د کابل ښار له څنډو او شپږ تنه په پروان ولايت کې نيولي دي. له نيول شوو کسانو يوه اندازه نشه يي توکي هم تر ګوتو شوي دي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور او استعمال په تړاو ۳۵ تنه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.

 

همدا راز په ورته وخت کې د بدخشان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۲۲ جریبه د بنګو کروندې له منځه وړي دي. ورته مهال، یادو منسوبینو کندز کې هم د بنګو کروندې اړولي دي.

Leave a reply