له دوه کلن ځنډ وروسته د فلای دوبۍ هوایي شرکت خپلې الوتنې راتلونکې میاشت افغانستان ته بیا پیلوي.

0
235

له دوه کلن ځنډ وروسته د فلای دوبۍ هوایي شرکت خپلې الوتنې راتلونکې میاشت افغانستان ته بیا پیلوي.

14 اکتوبر شنبه 2023

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لویه قونسلګري وایي چې د هیواد د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو معاونیت، د بهرنیو چارو وزارت، د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت او د یادې قونسلګرۍ په هلو ځلو او د کوربه هیواد په همکارۍ باندې فلای دوبۍ هوايي شرکت چمتو دی چې خپلې الوتنې راتلونکې میاشت ( ۱۵ د نومبر) افغانستان ته بیا پيل کړي.

 

د فلای دوبۍ د الوتنو بیا پيل د لومړني نړیوال هوايي شرکت په توګه کوم به چې وروسته د دوه کالو افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي، خورا مهم او حیاتي ګام ګڼل کیږي.

اړوند موضوعات

د بلخ رسنیو دفتر: د هیواد له بلخ ولایت ترکیې ته د دوه کلن ځنډ وروسته دوه اړخیزه پروازونه پيل شول.

 

دې سره به د دواړو هیوادونو ډیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي، د تکټونو بیې به ارزانه شي، افغانانو لپاره به د تګ، راتګ فرصتونه ډیر او خڼډونه کم شي، او ترټولو مهم چې دا به د نورو نړیوالو هوايي شرکتونو لپاره د الوتنو د بیا شروع کولو پيلامه وي.

Leave a reply