د بلخ رسنیو دفتر: د هیواد له بلخ ولایت ترکیې ته د دوه کلن ځنډ وروسته دوه اړخیزه پروازونه پيل شول.

0
98

د بلخ رسنیو دفتر: د هیواد له بلخ ولایت ترکیې ته د دوه کلن ځنډ وروسته دوه اړخیزه پروازونه پيل شول.

19 جولاي چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بلخ ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت له حاکمېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د کام ایر هوايي شرکت له لورې د بلخ او ترکیې هیواد ترمنځ لومړنی پرواز د ترکیې استانبول ته رسماً پيل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کام ایر هوايي شرکت استازو، د ترکیې هیواد قونسلګرۍ استازو، د بلخ د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي میدان مرستیال مولوي عبدالغفار فاروقي او کاري پرسونل شتون درلود.

 

د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر مرستیال مولوي عبدالغفار فاروقي لومړی خوښي وښودله او وروسته یې په خپلو خبرو کي وویل؛ له کام ایر هوایي شرکت سره یې په ګډه ددې پرازونو د ترتیب په برخه کي شپه او ورځ هڅې کولې.

اړوند موضوعات

اریانا افغان هوايي شرکت د هند مرکز نوي ډيلي ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې

 

نوموړي وویل الحمدالله هڅي یې بریالۍ شوې او د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو څخه وروسته رسماً د بلخ او ترکیې ترمنځ د کام ایر هوايي شرکت دوه اړخیزه پرازونه پيل او په لومړني پرواز کښي ۱۳۹ مسافرین د ترکیې هیواد استانبول ته انتقال شول.

Leave a reply