د اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د قوش تیپې کانال د دوهم فاز د پیل مراسمو لپاره بلخ ته رسیدلی.

د اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د قوش تیپې کانال د دوهم فاز د پیل مراسمو لپاره بلخ ته رسیدلی.
11 اکتوبر چهارشنبه 2023
له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي نن سهار د قوشتېپې کانال د لومړي فاز ګټې اخیستنې او د دوهم فاز د چارو پیل مراسمو کې د ګډون په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ.
د قوشتېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سیند څخه پیلېږي؛ د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تېرېږي او دولت آباد ولسوالۍ پورې رسیږي.
اړوند موضوعات
د یادولو وړ ده چې د قوشتېپې کانال لومړي فاز چارې له ټاکلې نېټې اته میاشتې وړاندې بشپړې شوې دي.