اقتصادي مرستیال د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د هرات ولایت د زلزله ځپلو سیمو او خلکو څخه لیدنه ترسره کړی.

0
89

اقتصادي مرستیال د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د هرات ولایت د زلزله ځپلو سیمو او خلکو څخه لیدنه ترسره کړی.

09 اکتوبر دوشنبه 2023

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي نن سهار هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

 

اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند هرات ولایت ته له رسېدو سره سم زنده جان ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د زلزلې له امله زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وکتلې او زیانمنو شویو هېوادوالو ته یې تسلیت او د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

 

یاد پلاوي د شهیدانو په جنازه کې ګډون وکړ او هغوی ته یې د جنت الفردوس، قريبانو ته يې د جميل صبر او زخميانو ته د عاجلې شفاء دعا وکړه او د هرات له شریف ولس سره یې ځان په دغه لویه غمیزه کې شریک وباله.

اړوند موضوعات

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال تیره ورځ د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته ترسره کړی.

 

ملابرادر اخند وویل، اسلامي امارت د متضرر شویو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او تر هغو به یې همکاري او لاس‌نیوی وکړي، څو مو چې وران شوي کورونه بېرته ورغول شي او ژوند مو عادي حالت ته راوګرځي.

Leave a reply