د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال تیره ورځ د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته ترسره کړی.

0
52

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال تیره ورځ د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته ترسره کړی.

09 اکتوبر دوشنبه 2023

له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند تیره ورځ د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته ترسره کړه.

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وویل، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او زموږ له سوداګرو سره ښه چلند کوي، مننه ترې کوو.

 

 

ښاغلي ملا برادر اخوند زیاته کړه، نن چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پرمختګ په لور روان دی دا د سوداګرو او صنعت‌کارانو د هڅو پایله ده او دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت پر بهبود نړۍ هم اعتراف کوي.

 

نوموړي زیاته کړه، د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی، له همدې امله په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

 

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پربنسټ ښې اړيکې غواړي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو سپکاوی دوی ته د منلو وړ نه دی او دغه راز یې له یادو هېوادونو څخه د متقابل احترام غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د نوي کابل د لومړي فاز د دوهم پارسل جوړیدو مراسمو کې ګډون ترسره کړی.

 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خبرو په پای کې وویل چې په هرات کې د رامنځته شوې زلزلې او د اوښتو ځاني او مالي زیانونو د څېړنې او د حالاتو د نېږدې کتلو په موخه به یاد ولایت ته سفر وکړي. همدارنګه له پانګوالو او شتمنو هېوادوالو یې غوښتنه وکړه چې په دې سخت حالت کې دې د هرات او شاوخوا ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

Leave a reply