د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر لۀ نړۍوالې ټولنې غوښتي چې دوی پر رسمیت وپېژني 

0
108

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر لۀ نړۍوالې ټولنې غوښتي چې دوی پر رسمیت وپېژني 

هغه همدا راز ویلي چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د کنګل شوو پیسو لپاره هڅه وکړي او په خبره يې افغانان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او ددې جدي اړتیا ده چې کنګل شوې شتمني یې ازاده کړل شي.

 

(2021 / 10 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي متقي په دوحه کې د دیارلسو اروپايي هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې پر مهمو مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو او سولې خبرې شوې دي.

اړوند موضوعات: 

نړۍ دې د افغانستان حکومت په رسمیت اوپیژنی: د اسلامی امارت غوښتنه

ددې تر څنګ مولوي متقي ویلي چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او اوس د نړیوالې ټولنې مسؤولیت دی چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.

هغه همدا راز ویلي چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د کنګل شوو پیسو لپاره هڅه وکړي او په خبره يې افغانان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او ددې جدي اړتیا ده چې کنګل شوې شتمني یې ازاده کړل شي.

Leave a reply