نړۍ دې د افغانستان حکومت په رسمیت اوپیژنی: د اسلامی امارت غوښتنه

0
110

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی ریاست د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ کښې د ۱۴ بهرنیو هیوادونو سره په شریکه ناسته کښې د افغانستان پلاوی د افغانستان په اړه په دې ګډه غونډه کښې ډیر مهم موضوعات د بهرنیو هیوادونو استازې مخې ته کیښودل.

په دې غونډه کښې د بهرنيو چارو وزير مولوی امیر خان متقي د نوي اسلامي حکومت په افغانستان کښې د امنيت په ټينګښت خبرې وکړې او نړيوالې ټولنې سره ی د اړيکو په اړه هم ټینګار وکړو.
مولوی امیر خان متقي د افغانستان په اقتصادي وضعيت او په افغانستان د لګېدليو بنديزونو او ددې بندیزونو په افغانستان او په افغان اولس ددې بد اثراتو نه هم د بهرنیو هیوادونو نمایندګان خبرکړل، متقي په افغانستان کښې د فساد له منځه وړلو او د اسلامی امارت د اقتصاد لپاره د پلانونو په اړه هم وینا وکړه.
نوموړي د بهر هیوادونو سفیرانو ته په ډاګه کړه چې افغانستان ۴۰ کاله پس یو حاکم نظام لری او په داسې وخت کښې دې نړیواله ټولنه د امریکا نه اوغواړي چې د افغانستان نه اقتصادي بندیزونه لرې چې په افغانستان کښې د عام اولس ژوند بد متاثر نه شی او دلته یو بل انسانی ناورن مخې ته را نه شي.
د اسلامی امارت پلاوي اوویل چې د اسلامی امارت حکومت د یو ذمه وار حکومت توګه ټول شرطونه پوره کړي او وس وخت راغلې چې د افغانستان نوې حکومت نړۍ په رسمي توګه اوپیژوني.
د بهرنیو هیوادونو سفیرانو هم خپل نظرونه وړاندې کړل او د افغانستان د پلاوي د طرف نه وړاندې کړې شوي وضاحتونو باندې ی خوښي څرګنده کړي، د بهرنیو ملکونو سفیرانو دا خبره هم وکړه چې په راتلونکې کښې دې د افغانستان په اړه داسې غونډې نورې هم تابیا شي.

Leave a reply