اقتصادي مرستیال د هرات حوزوي روغتون کې د زلزله ځپلو ټپیانو د حال پوښتنه ترسره کړی.

0
103

اقتصادي مرستیال د هرات حوزوي روغتون کې د زلزله ځپلو ټپیانو د حال پوښتنه ترسره کړی.

10 اکتوبر سه شنبه 2023

له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن مازدیګر د هرات ولایت حوزوي روغتون ته د زخمیانو د احوال پوښتنې په موخه لاړ او له نېږدې یې د هغوی احوال واخیست.

 

نوموړي ټولو زخمیانو ته ډاډ ورکړ چې په ښه ډول به یې درملنه وشي او د دوی د درملنې په موخه یې ټولو طبي ټیمونو ته لازمې لارښوونې او هدایات کړي دي.

اړوند موضوعات

اقتصادي مرستیال د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د هرات ولایت د زلزله ځپلو سیمو او خلکو څخه لیدنه ترسره کړی.

 

 

خبر زیاتوي د زلزلو ځپلو زخمیانو د احوال پوښتنې پر مهال وویل چې اسلامي امارت د ولس نظام دی او د دغه ولس خدمت خپل مسوولیت ګڼي.

Leave a reply