د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومې معاونې او مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.

0
87

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومې معاونې او مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.

10 اکتوبر سه شنبه 2023

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي معاونې، آغلې بيت بيکډول، او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين، شير محمد عباس ستانکزي، سره وليدل.

 

په یاده لیدنه کې ښاغلي ستانکزي د خوړو او کرنې ادارې له تلپاتې همکاريو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه ‏چې ا.ا.ا. د کرنې، اوبو لګولو او غذايي امنيت برخې ته ځانګړې توجه کوي، مګر سره له دې هم د نړيوالو مرستندويه ادارو مرستو ته اړتيا ليدل کيږي.

 

نوموړي وویل ځکه نو، د ا.ا.ا. هيله لري چې نړيوالې ادارې، او په ځانګړې توګه د خوړو او کرنې اداره، خپلې مرستې د پايدارۍ د اصل په پام کې نيولو سره په زيربنايي پروژو او د کرنيز سکتور او بزګرانو له اړتياوو سره سمې ولګوي.

 

د بهرنيو چارو سياسي معين د اقليمي بدلون او چاپيريال ساتنې اړوندو پروژو د بيا پيلونې او د مخدره موادو د بديل معيشت ته توجه باندې ټنګار وکړ.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د هیواد د سفیرانو، کونسلانو او اړوندو نمایندګیو مسؤلینو سره انلاین ناسته کړی.

 

 

آغلې بيت بيکډول وويل چې دا په تيرو شلو کلونو کې د دغې ادارې تر ټولو لوړپوړی هيئت دی چې افغانستان ته راغلی او هوډ لري چې د تخنيکي مرستې، اصلاح شويو تخمونو وېش، حيواني روغتيا، اوبو لګولو، اقليمي بدلون، د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام او پراختيا ور کړي.

Leave a reply