د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د هیواد د سفیرانو، کونسلانو او اړوندو نمایندګیو مسؤلینو سره انلاین ناسته کړی.

0
102

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د هیواد د سفیرانو، کونسلانو او اړوندو نمایندګیو مسؤلینو سره انلاین ناسته کړی.

10 اکتوبر سه شنبه 2023

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د بهرنيو چارو سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي په بهر کې د افغانستان اسلامي امارت سياسي ماموريتونو سفيرانو، شارژدافيرانو، جنرال کنسولانو او دپلوماتانو سره مجازي ناسته ترسره کړه.

 

ناسته د قرانکريم تلاوت او په هيواد کې د وروستۍ زلزلې قربانيانو ته په دعا پيل شوه.

 

یاده ناسته کې سیاسي معین ښاغلي ستانکزي ګډونوالو ته په هرات کې د دردناکي زلزلې او د اسلامي امارت له خوا تر لاس لاندې اقداماتو، او همدارنګه له ګاونډي او نورو هيوادونو څخه د افغان کډوالو جبري اېستلو په هکله مفصل معلومات ورکړل او استازوليو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.

اړوند موضوعات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه تلیفوني مکالمه کې د هرات په زلزله غمشریکي ښودلې او تر څنګ یې د بشري مرستو ژمنه کړی.

 

 

وروسته د اسلامي امارت دپلوماتانو په نوبت د خپلو فعاليتونو په هکله معلومات او نظريات شريک کړل، او د زلزله ځپليو او کډوالو په هکله د ورکړل شويو لارښوونو د تعقيب په هکله ډاډ ور کړ.

Leave a reply