دکابل والي د روزګان له والي او د موسهي ولسوالۍ د یو شمیر جهادي مشرانو سره لیدنه ترسره کړی.

0
98

دکابل والي د روزګان له والي او د موسهي ولسوالۍ د یو شمیر جهادي مشرانو سره لیدنه ترسره کړی.

09 اکتوبر دوشنبه 2023

د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روزګان والي مولوي علي جان او د کابل ولایت اړوند موسهي ولسوالۍ د یو شمیر رسمي ډلګیو مشرانو د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره په خپل  کاري د فتر کې د موسهي ولسوالۍ د ځینو اساسي ستونزو د حل په موخه لیدنه وکړه.

 

محمد علي جان او راغلو ډلګۍ مشرانو د موسهي ولسوالۍ د ولسونو ځینې اساسي ستونزې او غوښتنې د کابل له والي سره شریکې کړې او زیاته یې چې په شل کلنه جهادي دوره کې د موسهي ولسوالۍ ولسونو هیڅ ډول قربانۍ له اسلامي امارت څخه نه دي سپمولي.

 

دوی په خپلو خبرو کې وویل؛ اوس چې په هېواد اسلامي امارت حاکم شوی او یو سرتاسري امن دی باید د دې ولسوالۍ ولسونو شته ستونزې حل او بیا رغونې ته یې ځانګړې پاملرنه وشي.

 

کابل والي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی ستونزې په غور سره واوریدې، په شل کلنه جهادي مخینه کې یې د موسهي ولسونو قربانۍ د ستایلو وړ وبللې او ډاډ یې ورکړ، چې ډیر ژر به دیادې ولسوالۍ ستونزې د حل په موخه لوړ پوړو چارواکو سره شریکې شي.

اړوند موضوعات

کابل والي د کوهدامن ولسوالیو له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

شیخ محمد قاسم خالد زیاته کړه؛ د ولایت مقام رهبري د خاکجبار اوسروبي ولسوالیو په څیر یادې ولسوالۍ ته  په هر ډول پرمختیایي پروژو کې لومړيتوب ورکوي، تر څو کړیدلی ولس د اسلامي نظام تر چتر لاندې د آرام ساه او دخوشحالۍ ژوند وکړي.

Leave a reply