کابل والي د کوهدامن ولسوالیو له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

0
96

کابل والي د کوهدامن ولسوالیو له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

27 سپتمبر چهارشنبه 2023

د افغانستان کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد والي شیخ محمد قاسم خالد د کوهدامن ولسوالیو له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

خبر زیاتوي چې د کوهدامن ولسوالۍ قومي مخورو او سپین ږیرو له کابل والي سره په لیدنه کې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې پر ټینګ شوي امنیت خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کوهدامن ولسونه تل د اسلامي امارت ملاتړي دي.

له کوهدامن څخه راغلو قومي مشرانو او سپین ږیرو له ځایي مسولینو سره د پوره همکاري او همغږي ډاډ ورکړی او له کابل والي څخه یې وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې پراختیايي پروژې پلي کړي.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ دا هېواد په موږ حق لري او موږ مکلف یو، چې کار ورته وکړو.

 

کابل والي همدارنګه زیاته کړه؛ افغانستان د تولو افغانانو ګډ کور دی او د ملت متحد ساتل د ټولو ګډ مسولیت دی او اوس د دې وخت دی، چې یوبل ته د وروري لاس ورکړو.

اړوند موضوعات

د کابل والي د UNDP مؤسسې له مسؤل سره د دوی د فعالیتونو په اړه لیدنه ترسره کړی.

 

ښاغلي خالد دغه راز د کوهدامن ولسوالیو د قومي مشرانو او سپین ږیرو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او د حل په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

Leave a reply