د کابل والي د UNDP مؤسسې له مسؤل سره د دوی د فعالیتونو په اړه لیدنه ترسره کړی.

0
71

د کابل والي د UNDP مؤسسې له مسؤل سره د دوی د فعالیتونو په اړه لیدنه ترسره کړی.

21 سپتمبر پنجشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد دUNDP مؤسسي له مسول فیروز سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.

 

په دې لیدنه کې د UNDP موسسې مسول کابل کې د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه کابل والي ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې دغه موسسه د کابل په ښار او ولسوالیو کې د خلکو لاسنوی او دوی ته خدمات وړاندې کوي او په بېلابېلو برخو کې د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه پراختیایي پروژې پلي کوي.

 

کابل والي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د یادې موسسې فعالیتونه وستایل او د شته ستونوو د حل ډاډ یې ورکړ.

 

شیخ محمد قاسم خالد د UNDP موسسې له مسول څخه وغوښتل، چې د کابل ګڼ نفوس په پام کې نیولو سره خپلې مرستې پراخې کړي.

اړوند موضوعات

د کابل والي د فلاح تعلیمي موسسې له استازو سره د تعلیمي خدماتو په اړه کتلي.

 

 

کابل والي دوی ته په خطاب کې وویل، چې تاسې د افغانانو لپاره بنیادي کار وکړئ موږ مکلف یو چې بشپړ امنیت مو تامین کړو.
ښاغلي خالد د ولسونو د اوبو نشتون ستونزې ته په اشار  سره له یاد  موسسې څخه په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه او د مرستو په برخه کې یې پر پوره شفافیت ټینګار وکړ.

Leave a reply