د کابل والي د فلاح تعلیمي موسسې له استازو سره د تعلیمي خدماتو په اړه کتلي.

0
83

د کابل والي د فلاح تعلیمي موسسې له استازو سره د تعلیمي خدماتو په اړه کتلي.

06 سپتمبر چهارشنبه 2023

د افغانستان د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د فلاح موسسې له استازو سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.

 

په دې لیدنه کې د یادې موسسې استازو د خپلو فعالیتونو په اړه کابل والي ته معلومات ورکړل.

 

دوی په خپلو خبرو کې وویل، چې کابل ښار کې د تعلیمي فعالیتونو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې هم برنامې لري او د زده کوونکو لپاره یې په لیله کې د اوسیدو زمینه هم برابره کړې ده.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بیلابیلو برخو کې د فلاح موسسې فعالیتونه وستایل او په اړوندو برخو کې یې د همکاري ژمنه وکړه.

اړوند موضوعات

کابل والي د اهل تشیع هېوادوالو په امید ښارګوټي کې د نوي جومات په پرانیست غونډه کې ګډون ترسره کړی.

 

 

کابل والي همدارنګه د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکاري ډاډ ورکړ.

Leave a reply