کابل والي د اهل تشیع هېوادوالو په امید ښارګوټي کې د نوي جومات په پرانیست غونډه کې ګډون ترسره کړی.
کابل والي د اهل تشیع هېوادوالو په امید ښارګوټي کې د نوي جومات په پرانیست غونډه کې ګډون ترسره کړی.
28 اګست دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د زینبیه جامع جومات په پرانیست غونډه کې د وینا پر مهال پر خپل ګډون خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې شل کلنه دوره کې به جوماتونه شهیدیدل او موږ نشوی کولای چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته لاړ شو، خو له نیکه مرغه د ا.ا په بیا واکمنېدو سره هېواد کې سرتاسري امنیت تامین شوی او اوس مهال هېوادوال په ډاډه زړه د پینځه وخته لمانځه لپاره جوماتونو ته ځي.
کابل والي زیاته کړه؛ د ا.ا په بیا واکمنېدو سره هېواد کې د اسلامي او ملي ارزښتونو او مراسمو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې د عاشورا په ورځو کې په ډاډمنه امنیتي فضا کې د اهل تشیع هېوادوالو مذهبي مراسمو ترسره کېدل یې ښه بېلګه ده.
شیخ محمد قاسم خالد د جوماتونو جوړول هم یو عبادت وګڼل او ټینګار یې وکړ، چې د جوماتونو د ظاهري بڼې پر ځای باید معنوي بڼې ته ډیره پاملرنه وشي.
اړوند موضوعات
کابل والي د میهن سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې څخه لیدنه او مسؤلینو سره خبرې اترې وکړې.
د شیخ محمد قاسم خالد په وینا؛ جوماتونه د مسلمانو لپاره د یووالي یو غوره محور او باید په ادابو کې کوښښ وکړو.