د اسلامي امارت رئیس الوزراء د سوداګرۍ خونو رئيس او يو شمېر ملي سوداګرو سره کتلي.

0
220

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د سوداګرۍ خونو رئيس او يو شمېر ملي سوداګرو سره کتلي.

07 اکتوبر شنبه 2023

له ارګ څخه په یوې تازه خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند تیره ورځ له غرمې مخکې د افغانستان سوداګرۍ خونو عمومي رئیسیونس مهمند، د سوداګرۍ خونو د دارالانشاء رئیس، د ټوکر پلورونکو اتحاديې مشر، د جلال اباد د سوداګرۍ خونو د مديره پلاوي مشر، د جلال اباد د سوداګرۍ خونو سوداګريز مرستيال، د جلال اباد د سوداګرۍ خونو مرستيال، د جلال اباد د سوداګرۍ خونو غړي او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګريزې خونې عامل مدير نقيب الله ساپي سره په ارګ کې وکتل.

 

خبر زیاتوي چې په دې غونډه کې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ خونو پر شته ستونزو او بدیلو لارو پیدا کولو خبرې وشوې.

 

 

یادو تجارانو په هیواد کې د ډاډمن امنیت، د فساد د مخنیوي او مخدره موادو له منځه وړلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه، اوس په هيواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی.

 

 

دوی همداراز په مالیاتو، ترانزیټ او یو شمیر نورو برخو کې د شته ستونزو یادونه هم وکړه او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د مرستې غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د افغانستان لپاره د چین هیواد د نوي رسمي سفیر باور لیک منلی.

 

ښاغلي رئیس الوزراء له یادو تجارانو څخه په مننې وویل، تجاران د هیواد په پرمختګ کې مهم او حیاتي نقش لري او د هغوی لخوا د یادو شویو ستونزو د حل په اړه یې د جدي هڅو اطمینان ورکړ. دغه مجلس د خوښۍ او همکارۍ په فضا کې پای ته ورسېد.

Leave a reply