د اسلامي امارت رئیس الوزراء د افغانستان لپاره د چین هیواد د نوي رسمي سفیر باور لیک منلی.

0
93

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د افغانستان لپاره د چین هیواد د نوي رسمي سفیر باور لیک منلی.

13 سپتمبر چهارشنبه 2023

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.

 

په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شویو مراسمو کې چې د بهرنیو چارو وزرات سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم حضور درلود، رئیس الوزرا د چین نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه.

 

د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او وې ویل، دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.

 

نوموړي همدارنګه د چین ولسي جمهوریت د مشرتابه نېکې هیلې او سلامونه دافغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند ته وړاندې کړل.

 

 

ښاغلي جاو شینګ وویل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري. نوموړي په ټینګار سره وویل چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.

ورپسې د اسلامي امارت رئیس الوزرا د چین له مشرتابه څخه د سفیر په توګه د ښاغلي جاو شینګ د مقررۍ له امله مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ستاسو معرفي کېدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو لوړې کچې ته پورته کېدل او د نوي څپرکی پیلامه ده.

اړوند موضوعات

سفیر جدید چین در کابل استوارنامه خود را به رئیس الوزرا تسلیم کرد

 

 

رئیس الوزرا د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د اشغال له خاتمې وروسته په تېرو دو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ مناسبات او همکارۍ یې په ښه کچه کې یادې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د نورو ګامونو د پورته کېدو هیله هم څرګنده کړه.

Leave a reply