کلیو پراختیا وزارت ارزګان او غزني ولایتونو کې د نیږدې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت ارزګان او غزني ولایتونو کې د نیږدې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
07 اکتوبر شنبه 2023
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د ارزګان او غزني ولایتي ریاستونو د نړیوال خوراکي پروګرام په مالي مرسته د نیږدې ۳ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې (۲۱۲۱) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) لیټره غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۴،۵) کیلو سوپرسریال او (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي شامل دي.
همدا راز د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې (۷۸۶) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت فاریاب او غور ولایتونو کې د څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۶،۳۰) کیلو لوبیا، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۱،۶۸) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او (۳) کیلو سوپرسریال شامل دي.






