کلیو پراختیا وزارت فاریاب او غور ولایتونو کې د څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت فاریاب او غور ولایتونو کې د څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
05 اکتوبر پنجشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت فاریاب او غور ولایتي ریاستونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالي مرسته د څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د فاریاب ولایت په خان چهارباغ ولسوالۍ کې (۱۰۰۲) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو خوراکي توکو کې یوه بوجۍ (۵۰) کیلويي اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۵) کیلو دال، (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او (۳۰) پاکټه سوپر سریال شامل دي.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت لوګر او کاپیسا ولایتونو کې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې (۵۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې په یادو خوراکي توکو کې ( ۵۷ ) کیلو غوړي او (۱۲) کیلو دال نخود شامل دي.




