کلیو پراختیا وزارت لوګر او کاپیسا ولایتونو کې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
212

کلیو پراختیا وزارت لوګر او کاپیسا ولایتونو کې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

28 سپتمبر پنجشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کاپیسا او لوګر ولایتي ریاستونو ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرستې د کاپیسا ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د ( ۱۰۰۰) اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوه.

 

په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۶،۲۵) کیلو دالنخود، (۵) لیټره غوړي، (۴،۵) کیلو سوپرسریال او (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي شامل وو.

 

همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي او د کلیوالي سیمو د هوساینې او پراختیا لپاره اقدام مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې (۵۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت سرپل او غور ولایتونو کې څه د پاسه ۷ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، یوه بوشکه (۵) لیټره غوړي، (۶) کیلو دال، (۳۰) پاکټه پلمپي او (۲) پاکټه سوپرسریال وویشل شول.

Leave a reply