کلیو پراختیا وزارت سرپل او غور ولایتونو کې څه د پاسه ۷ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
135

کلیو پراختیا وزارت سرپل او غور ولایتونو کې څه د پاسه ۷ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

25 سپتمبر دوشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د غور او سرپل ولایتي ریاستونو له لورې څه د پاسه ۷ زره کورنیو سره مرسته ترسره شوه.

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرستې د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د (۱۰۴۱) اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوه، چې پکې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) لیتره غوړي، (۶،۲۵۰) کیلو دال،(۳،۵) کیلو سیریلاک او (۳) کیلو پلمپي او وویشل شول.

 

 

همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د ورلدویژن مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د غور ولایت په چهارده او ټولک ولسوالیو کې (۶۰۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست د کندز ولایت یو شمیر علماؤ، قومي مشرانو او مخورو سره کتلي.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۵) کیلو غوړي ، (۵) کیلو دال او د ماشومانولپاره خوارځواکۍ ټوکي وویشل شول.

Leave a reply