د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست د کندز ولایت یو شمیر علماؤ، قومي مشرانو او مخورو سره کتلي.

0
15

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست د کندز ولایت یو شمیر علماؤ، قومي مشرانو او مخورو سره کتلي.

18 سپتمبر دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نن له غرمې مخکې د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په دفتر کې د یاد ولایت له علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د کندز ولایت علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو ښاغلي وزیر ته دې ولایت ته د سفر ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې الحمدلله مونږ ته اسلامي امارت داسې زمینه برابره کړې تر څو خپلې ستونزې په اسانۍ سره تر لوړو مقاماتو او مرجع پورې ورسوو.

 

همدا راز راغلو مخورو خپلې ستونزې له محترم وزیر سره شریکي کړې او زیاته یې کړه چې په تیرو شلو کلونو کې زمونږ سیمو ته هيڅ خدمت ندی شوی.

 

د کندز ولایت مخورو او سپین ږیرو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل ترڅو په دې ولایت کې پراختیایي پروژې لکه سړکونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه او داسې نورې پروژې تطبیق کړي او د معیاري سړکونو نشتون یې ستره ستونزه یاده کړه.

اړوند موضوعات

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد د سړک چارې د کلیو د بیارغونې وزارت له لورې پیل شوي.

 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د دې ولایت د مخورو او سپین ږیرو ستونزې او وړاندیزونه په غور سره واوریدل او ژمنه یې وکړه چې مونږ به د خپل شته توان او امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسیدنه کوو.

Leave a reply