د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد د سړک چارې د کلیو د بیارغونې وزارت له لورې پیل شوي.

0
153

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد د سړک چارې د کلیو د بیارغونې وزارت له لورې پیل شوي.

18 سپتمبر دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر د بزای ګنبد څخه د چین هیواد تر پولې پورې د ۴۹،۷ کیلو متره د نوي سړک جوړولو او د جغل اچولو د پروژې افتتاح وکړه او چارې يې رسما پيل شوې.

 

د پروژې د پرانیست پر مهال د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د یادې سیمې اوسیدونکو ته وینا وکړه او وویل دا يوه حياتي او مهمه پروژه ده چې د نوموړې پروژې په بشپړیدو سره به د واخان ولسوالۍ د ولسونو شته ترانسپورټې ستونزې هوارې شي.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت هلمند ولایت کې نیږدې ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.

 

 

دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړک جوړونې ریاست او د پراختیايي شوراګانو له خوا د (۳۶۹۵۷۹۲۲۷) میلیونه افغانیو په لګښت جوړيږي.

Leave a reply