کلیو پراختیا وزارت هلمند ولایت کې نیږدې ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت هلمند ولایت کې نیږدې ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.
1 سپتمبر جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت هلمند ولایتي ریاست له لورې د هلمند په باباجي او ګرشک ولسوالیو کې د ۱۵۷ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لوري د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې (167) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته د (۱۰۰۰۰) افغانیو معادل وریجې، غوړي، لوبیا، بوره، غنم، شین چای، دال نخود او صابون وویشل شول.
همدا راز د نړیوال بانک په مالي مرسته، د (CHA)مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لوري د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې (90) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته د (۱۰۰۰۰) افغانیو معادل (۲۵) کیلو وریجې، (۱۰) لیټره غوړي ، (۱۰) کیلو لوبیا، (۱۲) کیلو بوره، (۵) کیلو مالګه، (۴) کیلو شین چای او (۱۰۰) کیلو غنم وویشل شول.