د هیواد بهرنیو چارو سرپرست وزیر مسکو کې د روسیې فدراتیف لوی مفتي او مرکزي جومات مشر سره لیدلي.

0
129

د هیواد بهرنیو چارو سرپرست وزیر مسکو کې د روسیې فدراتیف لوی مفتي او مرکزي جومات مشر سره لیدلي.

28 سپتمبر پنجشنبه 2023

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مسکو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د روسیې فدراتیف لوی مفتي او د مسکو د مرکزی جومات مشر ملا امام ښاغلي راویل عین الدین سره ناسته او له جامع جومات څخه لیدنه ترسره کړه.

 

په ناسته کې ښاغلي مفتي راویل عین الدین په روسیه کې د مسلمانانو او دیني مراکزو په هلکه مفصل معلومات وړاندي کړل، دغه راز یې د روسیې حکومت له لوري اسلامي مقدساتو ته د احترام او مسلمانانو سره د غیری تبعیضي چلند تګلارې یادونه وکړه.

 

همدارنګه یې د تاتارستان او افغانستان ترمنځ په تاریخي اړیکو باندي رڼا واچوله، تاتارستان یې د روس او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو تار وباله.

یاده ناسته کې سرپرست وزیر په روسیه کي د مسلمانانو د ښه وضعیت له امله خوښي څرګنده کړه او نوموړی امام یې د روسیې د مسلمانانو لپاره د یوه ښه رهبر په توګه یاد کړ او د افغانستان اوسنی باثباته وضعیت یې تشریح کړ.

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ امید لرم چې تاسو به د افغانستان او روسیې ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مؤثر او اغېزمن رول ولوبوئ.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر کتلي.

 

په پای کې مفتي راویل عین الدین وویل؛ افغانان زموږ په زړونو کې ځانګړی ځای او احترام لري او د افغانستان د بیا ابادۍ او ترقۍ لپاره له الله عزوجل څخه د عاء کوو، همداراز به د افغانستان او روسیي فدارتیف تر منځ د اړېکو په لا ښه کیدا کي مرسته کوو.

Leave a reply