د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر کتلي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر کتلي.
27 سپتمبر چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلي عیسی سالم الظاهري وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو سیاسي او اقتصادي برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا او همدارنګه د افغان ټولنې زیانمنو شویو برخو ته د بشري مرستو د لېږلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د غه شان د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو برخو کې د متحده عربي اماراتو ښو او ارزښتناکو تجربو ته اشاره وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان یو ښه سیاسي او اقتصادي دوست وباله.
همدا راز په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه وکړه، د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې یې ژورې او هراړخیزې وبللې او د دې اړیکو په لا پراختیا او پياوړتیا یی ټینګار وکړو.
اړوند موضوعات
په دې کتنه کې دواړو لورو د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو بل ته د ښه نیت او لېوالتیا ډاډ ورکړ.