د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په مشرۍ پاکستاني هیئت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په مشرۍ پاکستاني هیئت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.
21 سپتمبر پنجشنبه 2023
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني په مشرۍ له یوه هیئت سره په کتنه کې په امنیتي مسایلو سربیره په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې، چمن بولدک لارکې له مسافرو سره چلند، د سبزیجاتو او میوو د صادراتو په برخه کي د تسهیلاتو رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې امنیتي مسایل دې د مشترکو کمیټو له لارې حل شي او لویې د عبور لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له کبله نه تړل کیږي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان او پاکستان د دوه ګاونډيو او اسلامي هیوادونو په توګه باید د یو بل خلاف د بیانونو له ورکولو ډډه وکړي څو دا د دې سبب نه شي چې د دواړو لوریو تر منځ فاصلې لویې شي. نوموړي ټينګار وکړ چې د ګاونډیو او سیمې هیوادونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت پالیسي په ښه نیت او اخلاص سره بناء ده او کوښښ يې دادی چې هیچاته به اجازه نه ور کوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ روابط خراب کړي.
په ځواب کې د پاکستان هیئت رئیس ښاغلي دراني وویل چې د سودګرۍ او ترانزیت او همدا راز د افغانستان او پاکستان تر منځ د عبور په ځایونو کې د رامنځته شوو مشکلاتو لپاره به د حل لارې راوباسي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان په ډیرو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته اماده دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیلوي.نوموړي د امنیتي مسایلو په اړه د دواړو هیوادو په همکاري ټینګار وکړ.
اړوند موضوعات
په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د هر ډول ناوړه پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.