په کابل کې میشت د پاکستان هیواد شارژدافیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په وروستي وضعیت خبرې اترې کړي.

په کابل کې میشت د پاکستان هیواد شارژدافیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په وروستي وضعیت خبرې اترې کړي.
14 سپتمبر پنجشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان هیواد شارژدافېئر عبیدالرحمن نظاماني د یاد وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د تورخم دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې او په کراچي ښار کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو د بندیز په اړه مفصلې خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.






