د افغانستان لپاره د چین هیواد ټاکل شوي نوي سفیر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ته خپل باور لیک وړاندی کړی.

0
232

د افغانستان لپاره د چین هیواد ټاکل شوي نوي سفیر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ته خپل باور لیک وړاندی کړی.

14 سپتمبر پنجشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت نوي ټاکل شوي سفیر، خپل د باورلیک کاپی د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته تقدیم کړی.

 

خبر زیاتوي د بهرنیو چارو وزیر د چین نوي سفیر ته د مبارکۍ ترڅنګ په خپل نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړه. متقي صاحب د چین نوي سفیر ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او چین ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې ځانګړې وګڼلې او زیاته یې کړه چې د چین ولسي جمهوریت له خوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره د ښاغلی جام شینګ د نوي سفیر په توګه ګومارنه معنالرونکی اقدام دی او د پام وړ پیغام لري.

 

مولوي امیر خان متقي هیله څرګنده کړه چې د چین د نوي سفیر له معرفي کېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې خپلې لوړې کچې ته ورسېږي او پاتې ګامونه هم پورته شي. متقي صاحب وویل، چې اوس د افغانستان او چین د دوو اړخیزو اړیکو د غوړېدو لپاره ډېر فرصتونه رامنځ ته شوي دي چې دواړه لوري ترې ښه ګټه پورته کړي.

 

د چین نوي سفیر هم په خپل وار وویل، چې افغانستان کې د سفیر په توګه د کار پیل ویاړ بولي او د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي نېکې هیلې يې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړل.

 

ښاغلي جاو شینګ هم په ګڼو مواقعو کې د چین ولسي جمهوریت په تړاو د افغانستان له مثبت دریځ هرکلی وکړ او په ځانګړې توګه یې د واحد چین د سیاست له کبله د افغانستان د ملاتړي دریځ مننه وکړه.

 

د چین نوي سفیر وویل، چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

 

 

همداراز د چین سفیر وویل، چې تېرو دوو کلونو کې افغانستان د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی دی، امنیت بهتره شوی دی او د جرایمو پرخلاف ښه مبارزه شوې ده.

اړوند موضوعات

سرپرست وزارت امور خارجه با سفیر جدید چین در کابل دیدار کرد

 

 

د چین سفیر وویل، افغانستان په تېر دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي. د چین سفیر خپله ژمنه تکرار کړه چې د چین د سفیر په توګه به د افغانستان او چین د دوو اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې کوي.

Leave a reply