بهرنیو چارو وزارت وایي: د عراق له زندانونو ۲۵ افغانان آزاد او هیواد ته راستانه کړای شول.

0
150

بهرنیو چارو وزارت وایي: د عراق له زندانونو ۲۵ افغانان آزاد او هیواد ته راستانه کړای شول.

28 سپتمبر پنجشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت په هلو ځلو او اړیکو له عراق جمهوریته ۲۵ افغان زندانیان ازاد او هیواد ته د راتګ زمینه ورته برابره شوه.

 

خبر زیاتوي چې دا کسان د بهرنيو چارو وزارت او په بغداد کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت په هلو ځلو ازاد شوي دي. دی وړاندې لیکي چې دا ۲۵ تنه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله عراقي پولیسو نیولي وو.

 

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کوي چې د سفارتي چارو له لارې به د نړۍ به ګوټ ګوټ کې افغان زندانیان ازادوي او هیواد ته به یې راستنوي.

اړوند موضوعات

25 شهروند از زندان های جمهوری عراق آزاد شدند

 

دوی افغان ولس ته ډاډ ورکوي چې افغان بندیان به د ډيپلوماټیکو اړیکو له لارې د نورو هیوادونو له اسارته خلاصوي. وزارت یاده چاره خپله وجیبه او مسوولیت بللی دی.

Leave a reply