ټیلي ګراف ورځپاڼې کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخنیوی د بشریت په تاریخ کې بې ساری ګام دی.

0
188

ټیلي ګراف ورځپاڼې کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخنیوی د بشریت په تاریخ کې بې ساری ګام دی.

05 اکتوبر پنجشنبه 2023

ټیلي ګراف بریټانوي ورځپاڼې د یوې تازه څېړنې په استناد راپور ورکړی دی، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخنېوئ د بشریت په تاریخ کې بې ساری ګام دی.

 

په دې څېړنه کې چې د السیس مرکز له لوري خپره شوې راغلي دي وروسته له هغه چې حکومتي مشرانو د نشه یي توکو پر کښت بندیز اعلان کړی، په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله سږ کال د کوکنارو په کښت کې ۹۳سلنه کموالی راغلی دی.

 

بلخوا د کورنیو چارو وزارت مسولین وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکنمېدو وروسته يې ۱۳۷۸۳ هکټاره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده، ۴۳۰۰ ټنه نشه یي توکې له منځه وړي دي او همدارنګه د نشه یي توکو د قاچاق او لېږد په تړاو یې۱۰۱۵۴ کسان نیولي دي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو غور ولایت کې د نشه یي توکو ۱۶ کارخونې کشف او له منځه او یو شمیر کسان یې نیولي.

 

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د بندیز اړوند د مشرتابه د فرمان د پوره پلي کېدو په تړاو ډاډ ورکوي.

Leave a reply