کورنیو چارو وزارت وایي د پوليسو اکاډمۍ پر مسلکي زده کړو سمبال ۲۹۳ افسران د زده کړو فارغ شول.

0
100

کورنیو چارو وزارت وایي د پوليسو اکاډمۍ پر مسلکي زده کړو سمبال ۲۹۳ افسران د زده کړو فارغ شول.

05 اکتوبر پنجشنبه 2023

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ د څوارلسمې دورې د لیسانس په کچه زده کړيالانو فراغت غونډه نن پنجشنبه ترسره شوه.

 

یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون، د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال، د ملي دفاع، لوړو زده کړو سرپرست وزیرانو، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال، د رياست الوزرا اداري مرستيال او ګڼ شمېر رییسانو، د اکاډمۍ استادانو، مسؤلینو، د محصلینو کورنیو غړیو او زده کړیالانو په ګډون کې په شاندارو مراسمو، نظامي نندارو او تشریفاتو ترسره شوه.

اړوند موضوعات

د هلمند او کندز پولیسو روزنیزو مرکزونو څخه نیږدې ۸۰۰ تنه پولیس د مسلکي زده کړو فارغ شوي.

 

 

د پولیسو اکاډمۍ ۹۳ کمیسار زده کړیالان، چې د یادې اکاډمۍ له پنځه ګونو پوهنځیو امني، حقوقي او جنایي علومو، لوژیستيک، سرحداتو او اداره او محابسو څانګو کې یې د لسانس دورې څلور کلنې زده کړې بشپړې کړې نن د یادې اکاډمۍ په انګړ کې د خپلو نظامي او مسلکي وړتیاو په ښودلو سره فارغ او د هیواد خدمت ته وړاندې شول.

Leave a reply