د هلمند او کندز پولیسو روزنیزو مرکزونو څخه نیږدې ۸۰۰ تنه پولیس د مسلکي زده کړو فارغ شوي.

0
93

د هلمند او کندز پولیسو روزنیزو مرکزونو څخه نیږدې ۸۰۰ تنه پولیس د مسلکي زده کړو فارغ شوي.

27 سپتمبر چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د هلمند ولایت له روزنیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه د پولیسو ځواکونه له مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته فارغ شول.

 

هغه غونډه چې د یاد مرکز قومندان او نورو ملکي او نظامي چارواکو په ګډون د یاد مرکز په اډانه کې جوړه شوې وه، ۳۰۰ تنه د هلمند او نیمروز د پولیسو منسوبین د دوه میاشتو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

همدا راز په ورته وخت کې د کندز ولایت پولیسو روزنیز مرکز څخه ۴۶۲ تنه د کندز، تخار، بدخشان او بغلان پولیس له دوه میاشتو مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته فارغ شول.

اړوند موضوعات

 د کندهار د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۳۸۰ تنه فارغ شول

فارغ شویو منسوبینو ډاډ څرګند کړ چې په هر ډول حالاتو کې د خلکو او نظام خدمت کوي او له هیڅ راز هلو ځلو ډډه نکوي.

Leave a reply