د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت په رسمي بلنه یاد هیواد ته د یو پلاوي په ملتیا رسیدلی.

د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت په رسمي بلنه یاد هیواد ته د یو پلاوي په ملتیا رسیدلی.
04 اکتوبر چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه دچین شيژانګ ايالت اړوند د ټرانس هماليا فورم درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د چين په لور روان شو.
خبر زیاتوي چې په یاد پلاوي کې د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسئولین هم شامل دي.
په یاد فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمهييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو باندې بحثونه کېږي.
اړوند موضوعات
د هیواد بهرنیو چارو سرپرست وزیر مسکو کې د روسیې فدراتیف لوی مفتي او مرکزي جومات مشر سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم په څنګ کي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او نورو هیوادو له استازو سره دوه جانبه ناستي هم ولري.






