امنیتي پولیسو ۲۱ تنه د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

0
217

امنیتي پولیسو ۲۱ تنه د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

04 اکتوبر چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي پولیسو ۲۱ تنه د غلا، قاچاق، جعلي کولو، ځورونو، ناقانونه وسلو ګرځولو او له کوره د تېښتې په تړاو په ۱۱ ولایتونو کې نیولي دي.

 

په دوی کې، درې تنه د جعل او یو تن د غلا په تړاو په کندز، څلور غله په زابل، څلور تنه د ځورونو په تړاو په تخار، دوه غله په سرپل، دوه تنه د جعلي ډالرو د پلور په تړاو په پکتیا کې نیولي دي.

 

همدا راز یو غل په فراه، دوه تنه په دایکندي کې له کوره د تېښتې په تړاو، یو نا مسؤله وسله وال په سمنګان او یو تن په ننګرهار کې د ګرانبیه ډابرو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو بغلان او نورو ولایتونو کې ۷۱ تنه معتادین راټول او درملنې لپاره روغتونونو ته لیږلي.

 

ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په سرپل او سمنګان ولایتونو کې یو شمېر وسلې او تجهیزات موندلي او ضبط کړي دي.

Leave a reply