امنیتي پولیسو بغلان او نورو ولایتونو کې ۷۱ تنه معتادین راټول او درملنې لپاره روغتونونو ته لیږلي.
27 سپتمبر چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۱۲ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په کابل کې او څو تنه نور یې د اړوندې موضوع په اړه په بغلان ولایت کې نیولي. د نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه چرس، شیشه، زیکپ او نشه آوره تابلیت لاسته راغلي.
د دې تر څنګ د خوست د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په یوه ډیره پیمانه نشه یي توکي چې پخواه راټو شوي وو وسوځول.
په ورته وخت کې د بغلان امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۶۰ تنه په نشه روږدي کسان د یاد ولایت له اړونده سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته ولیږدول.
اړوند موضوعات
دغه راز، د سمنګانو امنیه قومندانی د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۱۱ تنه په نشه روږدي کسان د ایبک ښار له اړونده سیمو څخه را ټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته ولیږدول.










Leave a Reply