د اقتصاد وزارت: بهرني پانګوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوو

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په دوبۍ کې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل او په افغانستان کې یې د سوداګرو پر پانګونې ټینګار وکړ. نظري وايي، دا مهال په هېواد کې د پانګوالو لپاره ټولې اسانتياوې برابرې شوي او پانګوال کولاى شي د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال له ټولو سوداګرو او پانګوالو چې په بهر کې ژوند کوي وغوښتل چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
(2023 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په دوبۍ کې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل او په افغانستان کې یې د سوداګرو پر پانګونې ټینګار وکړ. نظري وايي، دا مهال په هېواد کې د پانګوالو لپاره ټولې اسانتياوې برابرې شوي او پانګوال کولاى شي د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال له ټولو سوداګرو او پانګوالو چې په بهر کې ژوند کوي وغوښتل چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نظري وويل: دوبۍ ته د سفر پر مهال له ملي سوداګرو سره ښې او رغنده خبرې وشوې او په هېواد کې د پانګونې لپاره د ملي سوداګرو پراخه لېوالتيا موجوده ده.
اړوند موضوعات:
بهرنيو پانګوالو افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې اوسمهال د هېواد په صنعت، کرنې، کانونو او انرژۍ برخو کې پانګونې ته اړتیا ده.