د کابل ولایت والي د اګیټ موسسې له استازو سره د دوی د فعالیتونو په اړه خبرې اترې کړي.

0
75

د کابل ولایت والي د اګیټ موسسې له استازو سره د دوی د فعالیتونو په اړه خبرې اترې کړي.

27 سپتمبر چهارشنبه 2023

د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د کابل ولایت والي شیخ محمدقاسم خالد د اګیټ موسسې له استازو سره د دوی د فعالیتونو په اړه خبرې اترې کړي.

په دې لیدنه کې د اګیټ موسسې استازو کابل والي شیخ محمد قاسم خالد ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او له ښاغلي خالد سره یې د راتلونکي ژمي لپاره  له کابل مېشتو سره د مرستې پلان شریک کړ.

 

د یادې موسسې استازو همدارنګه خپلې موجوده ستونزې او اړوند وړاندیزونه هم له کابل والي سره شریک او د حل غوښتنه یې وکړه.

 

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د اګیټ موسسې د استازو په بېلابېلو برخو کې د اګېټ موسسې فعالیتونه وستایل او د راتلونکي ژمي لپاره یې له کابل مېشتو سره د مرستې جوړ شوي پلان په شفاف ډول پلي کولو ټینګار وکړ.

 

 

شیخ محمد قاسم خالد دغه راز د دوی ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

اړوند موضوعات

کابل والي قرباغ ولسوالۍ کې د کوهدامن د اووګونو ولسوالیو له مسولینو، قومي مشرانو او مخورو سره غونډه ترسره کړی.

 

کابل والي یادو استازو ته په خطاب کې وویل؛ لکه څنګه چې اګېټ موسسه د پاکو اوبو رسولو او سېلاب ځپلو سره مرسته کوي،  باید د کابل د خلکو د اوبو نشتون ستونزه په بنستېز ډول حل کړي.

Leave a reply