کابل والي قرباغ ولسوالۍ کې د کوهدامن د اووګونو ولسوالیو له مسولینو، قومي مشرانو او مخورو سره غونډه ترسره کړی.

0
107

کابل والي قرباغ ولسوالۍ کې د کوهدامن د اووګونو ولسوالیو له مسولینو، قومي مشرانو او مخورو سره غونډه ترسره کړی.

25 سپتمبر دوشنبه 2023

د افغانستان د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کوهدامن د اووګونو ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د دې ولسوالیو له مسولینو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

 

په دې غونډه کې د کوهدامن اووګونو ولسوالیو قومي مشرانو او مخورو د ولسونو په استازیتوب د خپلو سیمو ستونزې له کابل والي سره شریکې کړې او له شیخ محمد قاسم خالد څخه یې د حل غوښتنه وکړه.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

 

کابل والي یادې غونډې ته په خبرو کې وویل؛ اسلامي امارت په زور نه بلکې د خلکو په زړونو حکومت کوی او دا د ښې حکومتولۍ یو اصل دی.
ښاغلي خالد همدا راز زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ولسونو سر،مال او عزت په بشپړ ډول خوندي دی او هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی.

 

 

کابل والي د کوهدامن اووګونو ولسوالیو ولسونو ته په خطاب کې وویل، چې زموږ دروازې د هېوادوالو پرمخ خلاصې دي او زیاته یې کړه چې ټولې امارتي ادارې په بشپړې همغږۍ سره هڅه کوي، چې ولسونو ته لا ډیر خدمتونه وړاندې او اسانتیاوې برابرې کړي.

 

 

شیخ محمد قاسم خالد د کوهدامن ولسوالۍ له سپین ږیرو او ځوانانو څخه وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې له مسولینو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

اړوند موضوعات

د کابل والي د UNDP مؤسسې له مسؤل سره د دوی د فعالیتونو په اړه لیدنه ترسره کړی.

 

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د قتل موجوده قضیو ته په اشارې سره وویل، چې د قتل موضوعات دې داصلاحي شورا په مرسته حل شي، ترڅو ولسونه د دوستي په فضا کې ژوند وکړي.

Leave a reply