د کراچۍ دخاردار جوډيا بازار سيمه کې دګمرک، رينجرز اؤ پوليسو په گډون د دوکانونو څخه غيرقانوني اؤ قاچاقي توکي ترلاسه کړل.

0
68

باغي ټي وي رپورټ

د پوليسو وينا ده چې دبېلابېلو دوکانونو دپلټنو په مهال دګمرک پوليسو اؤ رينجرز سره په گډون په زياته اندازه سمگل شوي مالونه ترلاسه کړل اؤ دټرکونو په ذريعه يې ګمرک ته ليږدول.

د ګمرک د پروسې پر مهال هټیوال هم راورسېدل او هټیوالو ادعا وکړه چې د دوی ټول مالونه قانوني دي.

دوکانداران تور لګوي چې ګمرکونو د چاپې په مهال په دوکانونو کې موجود قانوني مالونه هم وړي او په دوکانونو کې يې نغدې پيسې غائب کړي دي.

د دغو عملياتو په پاى کې چې په سيمه کې يې څو ساعته دوام وکړ، د ګمرک منسوبينو دغه ناقانونه توکي نيولي او پريښي دي.

Leave a reply