کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې په اړه د یوناما دفتر راپور بې بنسټه او پروپاګند بللی دی.

کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې په اړه د یوناما دفتر راپور بې بنسټه او پروپاګند بللی دی.
25 سپتمبر دوشنبه 2023
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په یوه راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان د چارواکو له خوا شکنجه شوي او ورسره ناوړه چلند کیږي.
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې د نافذه قوانینو د پلي کوونکي په توګه دغه راپور ردوي او ډاډ ورکوي چې د هیواد په زندانونو کې د بندیانو ټول حقوق او انساني کرامت خوندي شوي او هیڅ ډول ناوړه چلند نه کیږي.
له بندیانو سره ناوړه چلند، شکنجه او ظلم د اسلامي ارشاداتو خلاف او له هر ډول دیني اصولو او احکامو سره په ټکر کې دی. د دې دیني ارزښتونو او لارښوونو او د مشرتابه د امرونو په نظر کې نیولو سره، چارواکي خپل ځان مکلف ګڼي چې له بندیانو سره ښه چلند وکړي.
اړوند موضوعات
ا.ا.دوی د بندیانو د شکنجې او ناوړه چلند په اړه د یوناما راپور رد کړ
یاد وزارت وایي: باید وویل شي، چې د کورنیو چارو وزارت سربېره پر دې چې دا ډول شکایتونو د اورېدو واک لري، د هېواد په هر ولایت کې پوځي محکمې هم شته، چې د چارواکو د ناوړه چلند په اړه د خلکو شکایتونه ژر تر ژره څېړي.






