ا.ا.دوی د بندیانو د شکنجې او ناوړه چلند په اړه د یوناما راپور رد کړ

نوموړي ویلي، چې د ا.ا. مشر ملا هبت الله اخندزاده له قضايي حکم پرته په ټولو برخو کې وهل ټکول او ځورول منع اعلان کړي او ټول بنسټونه مکلف دي، چې دغه حکم ومني.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو د اعترافاتو د ترلاسه کولو په موخه بندیان “برقی ټکانونه، ټکانونه، فشار او ګواښونه، د اوبو جبري څښل، فزیکي وهل او سخت دردونه” کړي دي.
(2023 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزبون)
بشپړ راپور
ذبیح الله مجاهد د یوناما د وروستي راپور په غبرګون کې چې په افغانستان کې د دوی له خوا د خلکو د توقیف په حال کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې له ۱۶۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي، دا ردوي.
ښاغلي مجاهد د یوې بیانیې په خپرولو سره ادعا کړې چې د دوی په زندانونو کې د بندیانو لپاره ټول خدمات موجود دي او هغوی ته روزنه ورکول کیږي.
نوموړي ویلي، چې د ا.ا. مشر ملا هبت الله اخندزاده له قضايي حکم پرته په ټولو برخو کې وهل ټکول او ځورول منع اعلان کړي او ټول بنسټونه مکلف دي، چې دغه حکم ومني.
اړوند موضوعات: