د کلیو د بیارغونې وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له اوسیدونکو سره کتلي.

0
88

د کلیو د بیارغونې وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له اوسیدونکو سره کتلي.

21 سپتمبر پنجشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ له اوسیدونکو او د بزای ګنبد سیمې د قرغيزو قوم سره لیدنه وکړه.

 

په یاده لیدنه کې سرپرست وزیر د يادي سيمې د اوسیدونکو ستونزې او وړاندیزونه په غور سره واوریدل او ويې ويل چې اسلامي امارت د هېواد ټولو کلیو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته خاصه پاملرنه لري.

 

دغه سيمه د کوچني پامیر یو له لرې پرتو او د هیڅ ډول امکاناتو پرته سيمو څخه ده، چې اوسیدونکي يې قرغيز دي او په قرمزي ژبه خبرې کوي. دوی لومړنیو خدمتونو ته لکه ښوونځي، کلینیک، سړکونو او نورو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

 

د یادو سیمو اوسیدونکو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده په راتګ خوښي وښوده او ویې ویل چې په تیرو څلويښتو کلونو کې د واخان ولسوالۍ په کوچني پامیر کې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره تیر ۴۰کاله هیڅ دولتي مقام نه دی راغلی، ستاسو راتګ دلته د پراختیايي ښو بدلونونو هیله مندي رامنځته کوي.

اړوند موضوعات

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد د سړک چارې د کلیو د بیارغونې وزارت له لورې پیل شوي.

 

دوی زیاته کړه چې ستاسو دغه سفر مونږ ته هیله او انرژي راپه برخه کوي چې تاسې د هېواد لرو پرتو سیمو ته په ځانګړې توګه واخان ولسوالۍ ته پاملرنه لرئ او د نوموړي ولسوالۍ خلک مو هیر کړي نه دي او موږ ستاسو دوامدره همکاري غواړو.

Leave a reply