افغاني سرې میاشتې ټولنې ۳۰ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپیژندلي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې ۳۰ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپیژندلي.
21 سپتمبر پنجشنبه 2023
د فغاني سرې مياشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ یادې ټولنې ۳۰ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو په موخه پلازمېنه کابل کې دوه داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل.
د یادو ماشومانو د درملنې او عملياتو ټول لګښت د افغاني سرې مياشتې له خوا روغتونونو ته تاديه کېږي، چې د یو ماشوم په تداوۍ د یو لک افغانیو څخه نیولې تر ۴ لکه افغانیو لګښت راځي.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې افغاني سرې مياشتې په تېرو څه باندې ۱۴ میاشتو کې د سوري زړه په رنځ اخته ۱۸۰۱ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ور پېژندلي دي.






