دیپلوماتیکې سرچینې وایی: پاکستاني صدراعظم د اسلامي امارت رئیس الوزراء ته د اړیکو د پیاوړتیا په پار لیک استولی.

0
151

دیپلوماتیکې سرچینې وایی: پاکستاني صدراعظم د اسلامي امارت رئیس الوزراء ته د اړیکو د پیاوړتیا په پار لیک استولی.

17 سپتمبر یکشنبه 2023

د باغي تلویزون خبري سرچینو د ځینو مؤثقو معلوماتو پر اساس د پاکستان دیپلوماتیکو سرچینو څخه خبر ترلاسه کړی، چې د پاکستان د صدراعظم انوار الحق کاکړ، د افغانستان هېواد صدراعظم ملا محمد حسن اخند ته یو ځانګړی پیغام لیکلی.

 

په دغه استول شوي لیک کې د پاکستان مؤقتي صدراعظم ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د دین، کلتور او تاریخ په مشترکاتو ولاړې نږدې ورورولي اړیکې لري.

 

نوموړي زیاته کړې چې موږ ګاونډیان او ښه وروڼه یو، زه د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په ټوله برخه کې په ځانګړې توګه په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره په بشپړه توګه ژمن یم.

 

د سیمه ییزې سوداګرۍ او اتصال وده زموږ د خلکو د سوکالۍ لپاره حیاتي ده. موږ باید د دې ګډو اهدافو ترلاسه کولو لپاره په کلکه کار وکړو.

اړوند موضوعات

په کابل کې میشت د پاکستان هیواد شارژدافیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په وروستي وضعیت خبرې اترې کړي.

د دغه لیک په اړه تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت رسمي او یا هم غیر رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.

Leave a reply